سه شنبه 24 نومبر 2020 - 6:36:55 غرمه

د اماراتي اتباع کولی شي خپل شخصي توضیحات د دسمبر تر 31 پورې نوي کړي: آئي سي اے


ابوظهبۍ ، 22 نومبر، 2020 (وام)-- د هویت او تابعیت فدرالي ادارې آئي سي اے په وینا ، د اماراتي اتباعو شخصي معلوماتو تازه کولو موده د دسمبر تر 31 پورې غزول شوې.چارواکو ویلي چې دا پریکړه - کوم چې د "'ستاسو د ارقام ... ستاسو پیژندنه' 'نوښت برخه ده چې د 2020 کال د اکتوبر په 28 مه پلي شوې وه - په بیالبیلو حاالتو کې د ټولنې د غړو اړتیاو پوره کولو کې د واک د غوښتنې سره سم راځي.پریکړه د ګټه اخیستونکو لپاره نوی فرصت په ګوته کوي ترڅو د 2020 تر پای پورې د بریښنایی له پلوه د دوی معلوماتو تازه کول بشپړ کړي ، که چیرې د سمارټ غوښتنلیک یا آئي سي اے ویب پانړي له لارې: www.ica.gov.ae.تازه معلومات به د طبي سکتور سره مرسته وکړي خپلې هڅې او د کوويډ-19 ناروغۍ په وړاندې غبرګون همغږي کړي ، او نورو دولتي سکتورونو ته به د لاسرسي وړ وي.چارواکو څرګنده کړه چې د نوښت لومړی مرحله د متحده عربي اماراتو اتباعو ته د ټاکل شوي عمر ګروپ لپاره وقف شوی دی ، کوم چې 18 - 60 کاله دی ، په ګوته کوي چې د ټولنې نورو برخو لپاره د نوي کولو پروسې به په راتلونکو مرحلو کې بیا پیل شي چې به یې اعلان شي وروسته.

ترجمه: محمد سليمان http://www.wam.ae/en/details/1395302888824

WAM/Pashto