دوشنبه 12 اپریل 2021 - 11:47:56 غرمه

محمد بن راشد د جۍ سۍ سۍ مشرانو تلیفونونه ترلاسه کړل چې د ورور په مرګ یې خواشیني ښودلې


دوبۍ ، 25 مارچ ، 2021 (وام)-- د عظمت عالي ، شيخ محمد بن راشد المکتوم ، لومړي وزیر، د اولسمشرمرستیال او د دوبۍ واکمن ، د جۍ سۍ سۍ مشرانو لخوا تلیفونونه ترلاسه کړي چې د هغه د ورور شیخ حمدار بن راشد المکتوم په مرګ یې غمرازي وړاندې کړې.د دوی د زنګونو په جریان کې ، د سعودي عربستان پاچا ، د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست ، سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ، پاچا؛ د عمان سلطان هیثم بن طارق السید؛ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني خپله خواشیني څرګنده کړه او له الله تعالی څخه یې د ال مکتوم کورنۍ او د متحده عربي اماراتو خلکو ته د زغم او صبر غوښتنه وکړه.شیخ محمد بن راشد د ورونړو هیوادونو له مشرانو څخه د دوی د ریښتیني ملاتړ له امله مننه وکړه ، دوی ته یې د ښه روغتیا او هوساینې او د خپلو هیوادونو د امنیت او ثبات د دوام هیله وکړه.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395302921519

WAM/Pashto