یک شنبه 19 ستمبر 2021 - 6:22:16 سحر

متحده عربي اماراتو د حوثیانو هغه هڅه وغندله چې د خمیس مشیت په نښه کولو کې یې د بوبي بي پيلوټه الوتکي کاراولي دۍ


ابوظهبي ، 1 اګست ، 2021 (وام)-- متحده عربي اماراتو د ایران په ملاتړ د حوثي تروریستي ملیشو سیستماتیکې هڅې په کلکه غندلي چې د سعودي عربستان په خمیس مشیت کې په ملکي خلکو او ملکي شیانو د برید هڅه کړي، د بي پيلوټه الوتکي سره ، چې د ایتلافي ځواکونو لخوا مداخله شوې.د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت (ايم او ايف اي آۍ سۍ) لخوا په یوه بیان کې ، متحده عربي اماراتو بیا تکرار کړه چې د حوثیانو لخوا دا سیستماتیک ترهګریز بریدونه نړیوالې ټولنې او ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو ته د دوی ښکاره بې پروایي منعکس کوي.وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې تکراري کړنو د مخنیوي لپاره سمدستي او پریکړه کونکی دریځ غوره کړي ، کوم چې مهم زیربناوې په نښه کوي او د سلطنت امنیت او ثبات ګواښي. دې هم ټینګار وکړ چې په وروستیو ورځو کې د دې بریدونو دوامداره ګواښ یو جدي زیاتوالی دی چې د دې ملیشو د هڅو نوي شواهد وړاندې کوي چې په سیمه کې امنیت او ثبات زیانمنوي.متحده عربي اماراتو د دې تخریبي ترهګریزو بریدونو په اړه له سعودي عربستان سره خپله بشپړه پیوستون تازه کړ او د سلطنت امنیت او ثبات ته د ټولو ګواښونو پروړاندې یې خپل دریځ بیا تکرار کړ. متحده عربي اماراتو د خپلو اتباعو او اوسیدونکو خوندیتوب او امنیت ساتلو لپاره د سعودي چارواکو لخوا نیول شوي ټولو اقداماتو لپاره خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.ايم او ايف اي آۍ سۍ دا هم ټینګار وکړ چې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان امنیت نه بیلیدونکی دی او دا چې هر ډول ګواښ چې د سلطنت سره مخ کیږي د متحده عربي اماراتو امنیت او ثبات ته ګواښ ګنړل کیږي.

ترجمه۔ محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395302956808

WAM/Pashto