یک شنبه 19 ستمبر 2021 - 3:36:21 غرمه

عامه څارنوالي د آی ټي وسیلو په کارولو سره د ماشومانو په ګډون د فحش موادو اخیستو لپاره جزا په ګوته کوي


ابوظهبي ،2 اګست ، 2021 (وام)-- عامه څارنوالۍ نن وویل ، د خپلو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو پوسټونو له لارې ، د ماشومانو په ګډون د فحش موادو اخیستو لپاره جزاپه ګوته کوۍ .عامه څارنوالۍ څرګنده کړه چې ، د سایبر جرمونو سره د مبارزې په اړه د 2012 کال د فدرالي فرمان 5 مادې (18) لاندې ، هرڅوک چې په قصدي ډول د بریښنایی معلوماتو سیسټم یا کمپیوټر شبکې یا بریښنایی ویب پا نړي یا کوم معلوماتي ټیکنالوژۍ وسیلو په کارولو سره د ماشومانو په ګډون فحش مواد ترلاسه کړي وي. لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره د بند سزا او د 150،000 درهمڅخه کم نه جریمه او د 1 ملیون درهمڅخه ډیر نه جریمه کیږي.دا پوسټونه د عامه څارنوالۍ روان کمپاین یوه برخه ده ترڅو د خلکو کلتور او حقوقي کلتور لوړ کړي.فحش فلمونه چې پکې ځوانان شامل دي پدې معنی دي هرډول عکسونه ، ریکارډونه ، نقاشۍ یا نور چې د جنسي غړو رامینځته کوي یا د اتلس کالو څخه کم عمر لرونکي ماشوم سره کوم حقیقي ، مجازی یا نقلی جنسي عمل.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395302957152

WAM/Pashto