یک شنبه 14 اګست 2022 - 1:51:54 غرمه

د قطر امیر د خلیفه بن زاید پر مړینه خواشیني څرګنده کړه


دوحه، 13 می ، 2022 (وام)-- د قطر امیر جلالتماب شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د مرحوم ولسمشر جلالتمآب شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، چې د جمعې په ورځ، د 2022 کال د می په 13 مه وفات شو، خواشیني څرګنده کړه.د قطر د محکمې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې شیخ تمیم الرحیم ویلي چې مرحوم شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان یو ستر رهبر و چې د هوښیارۍ او اعتدال له پلوه یې خپل ژوند د خپل هیواد او ولس خدمت ته وقف کړ.د قطر امیر د لوی خدای له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ، حکومت او د متحده عربي اماراتو خلکو ته یې د صبر جمیل دعا وکړه.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303046797

WAM/Pashto