چهارشنبه 29 جون 2022 - 10:36:42 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر سومالیا ته د 35 ملیون درهمه بیړنۍ بشري مرستې چمتو کولو امر وکړ


ابو ظهبي، 19 می ، 2022 (وام)-- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان سومالیا ته د 35 ملیون درهم بیړنۍ بشري مرستې چمتو کولو امر کړی ترڅو د دې پراختیایي هڅو ملاتړ وکړي.د دې مرستې د چمتو کولو لپاره د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد لارښوونې د دواړو هیوادونو تر منځ د ورورګلوۍ اړیکو په چوکاټ کې راځي، او دا نوښت د دوستو هیوادونو د ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو لیوالتیا او د سومالیا سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د هغې هڅې تاییدوي.د متحده عربي اماراتو نوښت موخه دا ده چې د سومالیا خلکو اړتیاوو پوره کولو کې په مختلفو پرمختیایي برخو کې مرسته وکړي، د دوی د ژوند شرایطو ته وده ورکړي او د سومالیا حکومت د بشري ننګونو سره د مقابلې لپاره د سومالیا حکومت ظرفیت لوړ کړي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303048965

WAM/Pashto