دوشنبه 27 جون 2022 - 10:04:19 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د عبدالحمید الدبیبه لخوا خواخوږي ترلاسه کړه

  • رئيس الدولة يتلقى التعازي بوفاة الشيخ خليفة من عبد الحميد الدبيبة
  • رئيس الدولة يتلقى التعازي بوفاة الشيخ خليفة من عبد الحميد الدبيبة
ویډیو انځور

ابو ظهبي، 21 مې، 2022 (وام)-- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د لیبیا د ملي یووالي د حکومت له لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه څخه د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه خواشیني ترلاسه کړه. دا خبره نن په قصر الشاطی ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه چې الدبیبه جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او هغه ته یې د دغه هېواد د پرمختګ په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.جلالتمآب شیخ محمد د ملي یووالي د حکومت له لومړي وزیر څخه د متحده عربي اماراتو او خلکو سره د پیوستون د احساساتو له امله مننه وکړه او د لیبیا او خلکو د لا هماهنګۍ، سولې، پرمختګ او ثبات هیله وکړه.په دې کتنه کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د خاصو چارو سلاکار جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان، د جمهوري ریاست د چارو سلاکار جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان او د متحده عربي اماراتو د جمهور رئیس دپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش او د ملي امنیت د عالي شورا د عمومي منشي مرستیال علي بن حماد الشامسي هم ګډون درلود.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303049638

WAM/Pashto