چهارشنبه 29 جون 2022 - 11:31:15 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د خلیفه حفتر لخوا خواخوږي ترلاسه کړه

ویډیو انځور

ابوظبي، 21 مې، 2022 (وام)-- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د لیبیا د وسله والو ځواکونو د قوماندان فیلډ مارشال خلیفه بلقاسم حفتر څخه د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه خواشیني ترلاسه کړه.دا خبره نن په قصر الشاطي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه چې حفتر جلالتمآب شیخ محمد ته د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او هغه ته یې د هېواد د پرمختګ په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.شیخ محمد حفتر د متحده عربي اماراتو او خلکو سره د پیوستون د احساساتو له امله مننه وکړه او د لیبیا او خلکو لپاره یې د لا سولې، پرمختګ او ثبات هیله وکړه.په دې کتنه کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د خاصو چارو سلاکار جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان، د جمهوري ریاست د چارو سلاکار جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان او د متحده عربي اماراتو د جمهور رئیس دپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش او د ملي امنیت د عالي شورا د عمومي منشي مرستیال علي بن حماد الشامسي هم ګډون درلود.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303049640

WAM/Pashto