چهارشنبه 29 جون 2022 - 10:17:20 سحر

د عربي بین الپارلماني اتحادیې غړو د شیخ خلیفه په ماتم کې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه

  • رؤساء البرلمانات العربية يقفون دقيقة صمت ودعاء للشيخ خليفة بن زايد
  • رؤساء البرلمانات العربية يقفون دقيقة صمت ودعاء للشيخ خليفة بن زايد

قاهره، 21 می ، 2022 (وام)-- د فدرالي ملي شورا رییس صقر غباش، د عربي پارلمانونو له مشرانو او غړو سره چې په قاهره کې د عربي بین الپارلماني اتحادیې په 33م بیړني کنفرانس کې یې ګډون کړی و، د مرحوم شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د درناوي په موخه نن یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. د بحرین د پارلیمانی اتحادیې ( اې ايي پۍ يوAIPU) مشرې او د بحرین د نمایندګانو د شورا مشرې فوزیه بنت عبدالله زینال وویل: د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د بحرین د عالي شورا غړو او د هیواد واکمنانو ته وړاندې کوم. د متحده عربي اماراتو او د متحده عربي اماراتو د فدرالي ملي شورا رئیس جلالتماب صقر غباش او د متحده عربي اماراتو ټولو خلکو ته د مرحوم شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې په مناسبت د تسلیت مراتب وړاندې کوو. او هغه په ​​خپلو پراخو باغونو کې استوګنه وکړي، او د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید ال نهیان په مشرۍ د اماراتو پراختیایي هڅو ته دوام ورکړي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303049650

WAM/Pashto