شنبه 02 جولای 2022 - 12:23:32 سحر

متحده عربي امارات د افغانستان له خلکو سره پیوستون کې ولاړ دی او د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي


ابوظبي، 22 جون، 2022 (وام) -- متحده عربي اماراتو د افغانستان په جنوب ختیځ خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زورورې زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو په اړه له افغانانو سره خپله ژوره خواخوږي او پیوستون څرګند کړ.د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو وزارت د افغانستان خلکو او د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303059773

WAM/Pashto