Thu 23-06-2022 16:30 PM
ابو ظهبي، 23 جون، 2022 (وام) -- د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو سره سم، افغانستان ته د خوراکي توکو او طبي توکو لیږدونکي هوایي پل په فعالیت پیل وکړ، او یو طبي ټیم او ساحوي روغتون لیږل شوی. دا مرستې د متحده عربي اماراتو د هڅو د یوې برخې په توګه راځي چې په افغانستان کې اوسني وضعیت ته رسیدګي او د هغې اغیزمنې مرستې لپاره چې په دې وروستیو کې د افغانستان په سویل ختیځ کې د ویجاړونکې زلزلې اغیزې کمې کړي. زلزلې د زرګونو کسانو د مړینې او ټپیانو په پایله کې د خلکو د یوې لویې برخې، په ځانګړې توګه د زړو، میرمنو او ماشومانو لپاره د خوړو او طبي توکو کمښت رامنځته کړ.
ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303060196