سه شنبه 05 جولای 2022 - 10:14:01 غرمه

متحده عربي اماراتو په تیرو 24 ساعتونو کې 1,621 نوي د کوويډ-19 قضیې ، 1,605 روغ شوي ، هیڅ مړینه ندي اعلان کړې


ابو ظهبي، 23 جون، 2022 (وام) -- د روغتیا او مخنیوي وزارت (موهاپ) اعلان وکړ چې دوی په تیرو 24 ساعتونو کې 325,016 اضافي کوويډ-19 ازموینې ترسره کړي، د عصري طبي ازموینې تجهیزاتو په کارولو سره.په یوه بیان کې، وزارت په خپل هدف ټینګار وکړ چې په ټول هیواد کې د ازموینې ساحې پراخولو ته دوام ورکړي ترڅو د کورونا ويروس قضیو ژر کشف او اړین درملنه ترسره کړي. د دې ګړندۍ ازموینې کمپاین یوې برخې په توګه ، موهاپ د 1,621 نوي کورونویرس قضیې اعلان کړې ، چې په متحده اماراتو کې د ثبت شویو قضیو شمیر 933,688 ته رسوي.د وزارت په وینا، په دې ناروغۍ اخته کسان د مختلفو قومونو څخه دي، په ښه حالت کې دي او اړینې پاملرنې ترلاسه کوي.وزارت زیاته کړه چې په تیرو 24 ساعتونو کې د کوویډ - 19 پورې اړوند هیڅ مړینه نه ده ثبت شوې ، چې په دې سره په هیواد کې د مړو شمیر 2,309 ته په خپل حال پاتې دی.موهاپ دا هم یادونه وکړه چې نور 1,605 کسان په بشپړ ډول د کوويډ-19 څخه روغ شوي، چې د رغیدو ټولټال شمیر 914,192 ته رسوي.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303060173

WAM/Pashto