سه شنبه 05 جولای 2022 - 10:30:46 غرمه

د مسلمانانو د مشرانو شورا د افغانستان له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګندوي


ابوظهبي، 23 جون، 2022 (وام) -- د الازهر د ستر امام، جلالتمآب ډاکټر احمد الطیب په مشرۍ د مسلمانانو د مشرانو شورا د افغان ولس او د قربانیانو له کورنیو سره پیوستون څرګند کړ. د افغانستان په جنوب ختيځ خوست او پکتيکا ولايتونو کې د زلزلې له امله يو شمېر ټپيان شوي دي.دغې شورا په یوه بیان کې له نړیوالو او سیمه ییزو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې وړاندیز وکړي او د زیانمنو شویو خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره عاجلې بشري او طبي مرستې وکړي.شورا د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303060066

WAM/Pashto