سه شنبه 05 جولای 2022 - 11:32:43 غرمه

دا چې داعش تر نورو ډېر مسلمانان وژلي دي، ډېر کم نه لیدل کېږي: ترکي چارواکي

  • mr. akif Çağatay kılıç, chairman , foreign affairs committee . turkish national assembly-7 (large).jpg
  • mr. akif Çağatay kılıç, chairman , foreign affairs committee . turkish national assembly-4 (large).jpg
ویډیو انځور

ابو ظهبي، 23 جون، 2022 (وام) -- دا اکثرا له پامه غورځول کیږي چې ترهګر تر ډیره د خپل عقیدې یا ټولنې خلک له منځه وړي؛ د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي د اماراتو خبري اژانس (وام) ته ویلي، له همدې امله باید ټول هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې سره یوځای شي.عاکف چاغتای کلیچ وویل: "زموږ په سیمه کې، دا مهمه ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو ځای شو. هلته داعش [داعش] شتون لري، چې په نړۍ کې یې د ترور واکمني په لاره اچولې ده او اکثره مسلمانان د دوی په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي." د ترکیې د لویې ملي شورا د بهرنیو چارو د کمیټې مشر چې متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی دی.هغه د سه شنبې په ماښام په ابوظبۍ کې له وام سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه چې که څه هم د داعش زیاتره قربانیان مسلمانان دي، خو د نړۍ په ځینو نورو برخو کې خلک په دې حقیقت نه پوهیږي.ترهګري له سیمې او مذهب سره تړاو نه لري:کلیچ ټینګار وکړ: "د ترهګرۍ دلدل یوازې له یوې سیمې نه تغذیه کیږي. موږ باید په ګډه د دې پروړاندې مبارزه وکړو او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې باید یو واحد تفاهم شتون ولري.نوموړي تور ولګاوه، چې ځينې کسان داسې ترهګريز فعاليتونه کوي، چې د دوی ګټې نه ګواښي. "دا د منلو وړ نه ده.دغه چارواکي ټینګار وکړ چې "موږ باید په ګډه ودریږو او نړۍ ته وښیو چې د مذهب په نوم د ترهګرۍ لیبل کول د منلو وړ نه دي او غلط دي.د ولسي جرګې دغه جګپوړي غړي له اسلام سره د داعش له تړلو سره سخت اختلاف څرګند کړ. "د اسلام نوم د هر ډول ترهګرۍ، ترهګریزو کړنو او یا د بې ګناه خلکو د وژنې په تړاو نه شي کارول کېدای، دا د منلو وړ نه ده او دا زموږ عقیده نه ده او دا هغه څه دي چې نړۍ ته یې وایو. پارلماني همکاري:دغه چارواکي وړاندیز وکړ چې د ترکیې لویه ملي شورا او د متحده عربي اماراتو فدرالي ملي شورا د خپلو خلکو د استازي په توګه کولی شي په ټوله نړۍ کې د بې عدالتۍ او د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد خپل غږ پورته کړي."موږ باید یو متحد جبهه وړاندې کړو. له همدې امله، دا مهمه ده چې په متحده عربي اماراتو کې له خپلو وروڼو او خویندو سره ښې او قوي اړیکې ولرو. او دا د هغې یوه برخه ده. له همدې امله موږ دلته یو." د سفر په ترڅ کې د فدرالي ملي شورا (FNC ايف اين سۍ) لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.هغه په ​​​​دوه اړخیزو ناستو کې، د پارلمان غړي نه یوازې په دوه اړخیزو اړیکو بلکې د نړیوالو اړیکو په اړه هم خبرې کوي، هغه زیاته کړه چې په څو اړخیزو فورمونو کې د همکارۍ لپاره ډیری فرصتونه شتون لري لکه د بین الپارلماني اتحادیې ( ايي پۍ يوIPU)، د ملي پارلمانونو نړیوال سازمان.د ترکیې په پارلماني نظام کې ټول نړیوال تړونونه چې حکومت یې لاسلیک کوي باید د پارلمان له لارې تېر شي او لومړی ګام یې د بهرنیو اړیکو له کمېټې پیلېږي. له همدې امله دبهرنيو اړيکو دکميټې رييس وويل چې دنورو پارلمانونو له غړو سره خبرې اترې مهمې دي . هغه څرګنده کړه: "دا مهمه ده چې د لومړي لاس تجربه او د هغه هیواد په اړه پوهه ولرئ چې تاسو ورسره اړیکې لرئ.په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې همکاري:د پارلمان لوړپوړي غړي وویل، ترکیه او متحده عربي امارات د ستراتیژیکو ملګرو په توګه کولی شي په ګډه ډیری سیمه ایز او نړیوال مسایل حل کړي.نړیوال تجارت د کوويډ-19 لخوا اغیزمن شوی؛ هغه په ​​ګوته کړه چې اوس مهال نړۍ د خوړو او انرژۍ د خوندیتوب له بحران سره مخ ده او خلک هم د نړیوال انفلاسیون له امله سخت وخت لري."او البته دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه په ګوته کولی شو. او په ترکیه، متحده عربي اماراتو او همدارنګه په دریمو هیوادونو کې د ګډې پانګونې فرصت هم شتون لري." کیلچ وړاندیز وکړ، د دوه اړخیزو همکاریو احتمال یې په ګوته کړ.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303060259

WAM/Pashto