یک شنبه 14 اګست 2022 - 1:23:41 غرمه

د چین ډیجیټل اقتصاد په تیره لسیزه کې څلور چنده زیات شوی دی


بېجينګ، 4 جولای، 2022 (وام) -- د چين د ډيجيټل اقتصاد په وروستيو کلونو کې په چټکۍ سره پراختيا موندلې او د 2012 کال د 11 تريليون يوانو (1.65ټريليون امريکايي ډالرو) څخه په 2021 کال کې 45 ټريليون يوانو ته لوړ شوی، رسمي ارقام ښيي.د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې موده کې د چين د ناخالص توليداتو د ډيجيټل اقتصاد تناسب له 21.6سلنې څخه 39.8 سلنې ته لوړ شوی دی.چین د ډیجیټل زیربناوو د جوړولو کار چټک کړی دی. د می په پای کې، هیواد د نړۍ ترټولو لوی او د ټیکنالوژیکي پلوه پرمختللی شبکې تاسیسات جوړ کړل، د پریفیکچر په کچه ښارونه د فایبر اپټیک شبکې سره پوښلي او د 1.7 ملیون 5G بیس سټیشنونه لري.دغه هیواد د انرژۍ، طبي پاملرنې، ترانسپورت، ښوونې او روزنې او کرنې په څیر سکتورونو سره د لوی ډیټا، کلاوډ کمپیوټري او مصنوعي استخباراتو ادغام هم ګړندی کړی دی.وزارت وویل په 2021 کې، د لوی بریښنایی معلوماتو تولید کونکو ارزښت اضافه محصول په کال کې 15.7 سلنه وده کړې ، چې په یوه لسیزه کې یې ریکارډ لوړ کړی ، پداسې حال کې چې د سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژۍ خدماتو او انټرنیټ او اړوندو خدماتو عاید هم دوه چنده وده ثبت کړې.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303063140

WAM/Pashto