یک شنبه 14 اګست 2022 - 1:40:40 غرمه

متحده عربي اماراتو په تیرو 24 ساعتونو کې 1,732 نوي د کوويډ-19 قضیې ، 1,769 رغیدلي او هیڅ مړینه ندي اعلان کړې


ابو ظهبي، 5 جولای ، 2022 (وام) -- د روغتیا او مخنیوي وزارت (موهاپ) اعلان وکړ چې په تیرو 24 ساعتونو کې یې د 221,968 اضافي کوويډ-19 ازموینې ترسره کړي، د عصري طبي ازموینې تجهیزاتو په کارولو سره.په یوه بیان کې، وزارت په خپل هدف ټینګار وکړ چې په ټول هیواد کې د ازموینې ساحې پراخولو ته دوام ورکړي ترڅو د کورونویرس قضیو ژر کشف او اړین درملنه ترسره کړي. د دې ګړندۍ ازموینې کمپاین یوې برخې په توګه ، موهاپ د 1,732 نوي کورونویرس قضیې اعلان کړې ، چې په متحده اماراتو کې د ثبت شویو قضیو شمیر 954,692 ته رسوي.د وزارت په وینا، په دې ناروغۍ اخته کسان د مختلفو قومونو څخه دي، په ښه حالت کې دي او اړینې پاملرنې ترلاسه کوي.وزارت زیاته کړه چې په تیرو 24 ساعتونو کې د کوويډ-19 پورې اړوند هیڅ مړینه نه ده ثبت شوې ، چې د مړو شمیره 2,319 ته نه ده بدله شوې.موهاپ دا هم یادونه وکړه چې نور 1,769 کسان په بشپړ ډول د کوويډ-19 څخه روغ شوي، چې د رغیدو شمیر 935,026 ته رسوي.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303063599

WAM/Pashto