چهارشنبه 10 اګست 2022 - 11:50:37 سحر

متحده عربي اماراتو د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د مراکش د سولې ځواکونو باندې ترهګریز برید وغنده


ابو ظهبي، 28 جولای، 2022 (وام) -- متحده عربي اماراتو د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات په ماموریت کې د مراکش د شاهي وسله والو ځواکونو د یوې ډلې په وړاندې ترهګریز برید په کلکه وغانده، چې په پایله کې یې یو سرتیري تن ووژل شو او د نورو ټپي شوۍ.په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت ( ايم او ايف اې ايي سۍMoFAIC) تایید کړه چې متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو په کلکه غندنه کوي او د هر ډول تاوتریخوالی او تروریزم د تل لپاره ردوي چې هدف یې د بشري ارزښتونو او اصول په خلاف د امنیت او ثبات بې ثباته کول دي. وزارت د مراکش له ماموریت سره خپل بشپړ پیوستون څرګند کړ، کوم چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د امنیت او ثبات ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په عملیاتو کې برخه اخلي.دغه وزارت د مراکش دولت او خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د دغه وحشيانه جنايت د قربانيانو کورنيو ته يې د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303070287

WAM/Pashto