چهارشنبه 10 اګست 2022 - 12:46:18 غرمه

متحده عربي اماراتو په سومالیا کې ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل


ابوظهبي، 29 جولای، 2022 (وام) -- متحده عربي اماراتو هغه ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل چې د سومالیا د فدرالي جمهوریت په جلا سیمو کې ترسره شول چې د چارواکو په ګډون د لسګونو خلکو د مړینې او ټپي کیدو لامل شول.د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت (MoFAIC ايم او ايف اې ايي سۍ) تایید کړه چې متحده عربي امارات د دې جنایتکارانه عملونو په کلکه غندنه کوي او د بشري ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې د امنیت او ثبات د بې ثباته کولو په هدف د تاوتریخوالي او تروریزم هر ډول دایمي ردولو غوښتنه کوي.وزارت د سومالیا د فدرالي جمهوریت حکومت او خلکو او د دې ناوړه جنایاتو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303070595

WAM/Pashto