جمعه 19 اګست 2022 - 3:13:51 سحر

د اسلامي نړۍ ليګ په يمن کې د اوربند هرکلی وکړ


ریاض، 4 اګست، 2022 (وام) -- د کویت خبري اژانس ( کې يو اين اېKUNA) راپور ورکړ چې د مسلم نړیوال لیګ ( ايم ډبليو ايلMWL) د چهارشنبه په ورځ د یمن د ګوندونو ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوی اوربند د نورو دوو میاشتو لپاره تمدید کړ.د ايم ډبليو ايل عمومي منشي او د عالمانو د ټولنې مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی په یوه مطبوعاتي بیان کې، د یمن د خلکو د ګټو لپاره د دې ډول مهمو پایلو په ترلاسه کولو کې د سعودي عربستان هڅې وستایلې.العیسی په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې په ځانګړې توګه د 2021 کال د مارچ د نوښت له لارې هراړخیز حل ته د رسیدو لپاره د سلطنت لوی رول ته اشاره وکړه.د ايم ډبليو ايل مشر د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ لخوا د اوربند د ژمنې په وده کې د هڅو ستاینه وکړه.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303071811

WAM/Pashto