چهارشنبه 10 اګست 2022 - 1:13:42 غرمه

د او ايي سۍ عمومي منشي د سولې او زغم ارزښتونو ته وده ورکولو کې د متحده عربي اماراتو د کردار ستاینه وکړه

  • whatsapp image 2022-08-04 at 9.53.46 am
  • .jpg

جده، 4 اګست، 2022 (وام) -- حسین براهیم طه، د اسلامي همکارۍ سازمان (او ايي سۍ) عمومي منشي، د سولې او زغم د ارزښتونو په وده کې د متحده عربي اماراتو د مرستو ستاینه وکړه.د او ايي سۍ عمومي منشي د سولې، خبرو اترو، ګډ ژوند او اعتدال په خدمت کې د سولې لپاره د ابوظبي فورم د رول ستاینه وکړه. هغه د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ لپاره د او ايي سۍ عمومي سکرتریت په بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.نوموړي دغه څرګندونې پرون د ابوظبۍ د سولې د فورم له عمومي منشي المحفود بن بیعه سره د کتنې پر مهال وکړې.په دې کتنه کې المحفود بن بیه د اسلامي هېوادونو د یووالي او د همکارۍ، پیوستون او سولې په وده کې د او ايي سۍ د رول ستاینه وکړه. هغه د سولې لپاره د ابوظبي فورم هیله څرګنده کړه چې د ګډو ګټو په برخو کې د او ايي سۍ سره همکاري وکړي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303072041

WAM/Pashto