یک شنبه 02 اکتوبر 2022 - 8:27:25 سحر

عبدالله بن زاید د کنیست له غړي سره وکتل

  • عبدالله بن زايد يلتقي عضوا بالكنيست الإسرائيلي
  • عبدالله بن زايد يلتقي عضوا بالكنيست الإسرائيلي
  • عبدالله بن زايد يلتقي عضوا بالكنيست الإسرائيلي
  • عبدالله بن زايد يلتقي عضوا بالكنيست الإسرائيلي

تل ابیب، 18 سپتمبر، 2022 (وام) -- جلالتماب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر، د متحده عربي اماراتو د لوړ پوړي ډیپلومات د اوسني د اسراییلو دولت رسمي سفر د یوې برخې په توګه، د کنیسټ غړي، موشي ګفني سره وکتل.دواړو لورو په 2020 کال کې د لاسلیک شوي ابراهیمي تړون په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.په دې کتنه کې شیخ عبدالله د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام باندې رڼا واچوله او له متحده عربي اماراتو سره یې د دوستۍ د پارلماني کمېټې د جوړولو لپاره د کنیست د نوښت هرکلی وکړ.ګفني په خپله برخه کې د شیخ عبدالله او ورسره ملګري پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لارو د پیاوړتیا لپاره یې د دغه ډول تاریخي سفر پر اهمیت ټینګار وکړ.په دې غونډه کې په اسراییلو کې د اماراتو سفیر محمد محمود ال خاجا هم ګډون درلود.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303084414

WAM/Pashto