یک شنبه 02 اکتوبر 2022 - 6:58:53 سحر

عبدالله بن زاید په نیویارک کې د ناټو له سرمنشي سره وکتل

  • عبدالله بن زايد يلتقي الأمين العام لحلف
  • عبدالله بن زايد يلتقي الأمين العام لحلف
  • عبدالله بن زايد يلتقي الأمين العام لحلف
  • عبدالله بن زايد يلتقي الأمين العام لحلف
ویډیو انځور

نیویارک، 22 سپتمبر، 2022 (وام) -- د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر جلالتماب شيخ عبدالله بن زاید آل نهیان د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) له سر منشي ینس سټولټنبرګ سره وکتل.په دې کتنه کې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د 77مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه، د متحده عربي اماراتو او ناټو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو چې د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي، خبرې وکړې.دواړو لورو دغه راز د سيمه ييزو او نړيوالو ډګرونو د پرمختګونو کتنه وکړه، د نظريو تبادله يې وکړه او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجنډا په يو شمېر موضوعاتو يې خبرې وکړې.په دې کتنه کې شیخ عبدالله په بېلابېلو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لېوالتیا ټینګار وکړ او ټینګار یې وکړ، چې متحده عربي امارات او ناټو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کوي.د ناټو سرمنشي په خپله برخه کې، په سیمه کې د سولې د ترلاسه کولو او د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د متحده عربي اماراتو د پام وړ مرستې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد د پام وړ بشري او پرمختیايي هڅې ستایلې.په دې غونډه کې د نړیوالې همکارۍ د دولت وزیرې ریم بنت ابراهیم الهاشمي او په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازې د سیاسي چارو مرستیالې او سفیرې لانا نسبیه هم ګډون درلود.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303085654

WAM/Pashto