Thu 27-10-2022 12:52 PM
نیویارک، 27 اکتوبر، 2022 (وام) -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د حوثي ملیشو ترهګرې ډلې لخوا د یمن په جنوب ختیځ کې د حضرموت په الدبا د تیلو بندر د حوثي ملیشو لخوا د دوه بوبي ځپلو بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کول په کلکه غندلي دي.
د چهار شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې، غړو دغه بریدونه د سولې پروسې، د یمن ثبات او د سمندري امنیت په شمول د سمندري ځواکونو او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د بیان شویو آزادیو لپاره یو جدي ګواښ وباله.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ټینګار وکړ چې هر ډول تاوتریخوالی به یوازې د یمن د خلکو کړاوونه لا پسې زیات کړي، په حوثیانو یې غږ وکړ چې سمدستي دا ډول بریدونه ودروي او د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم مسؤلیتونو ته غاړه کیږدي، د یمن د خلکو اړتیاو ته لومړیتوب ورکړي، او د نوي کولو په هڅو کې په رغنده توګه ښکیل شي. اوربند
د شورا غړو د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ د خبرو اترو او د یمن په مشرۍ د هراړخیز سیاسي جوړجاړي لپاره د هغه د هڅو په لړ کې خپل ملاتړ تازه کړ.
TS-22-254-19968
ترجمه: محمد سليمان