سه شنبه 29 نومبر 2022 - 5:36:24 سحر

محمد بن راشد به د دوشنبې په ورځ د ايف اين سۍ د 17 تقنیني فصل څلورمه عادي غونډه پرانیزي


ابو ظهبي،17 نومبر ، 2022 (وام) -- د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان په استازیتوب، جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن به څلورمه عادي غونډه د دوشنبې په ورځ د فدرالي ملي شورا (ايف اين سۍ) د 17 تقنیني څپرکي پرانیزي .

جمهور رئیس جلالتماب شیخ محمد یو فرمان صادر کړ چې له ايف اين سۍڅخه یې وغوښتل چې د 2022 کال د نومبر په 21 نیټه د خپل 17 تقنیني فصل څلورمه عادي غونډه جوړه کړي. اړونده چارواکي به فرمان پلي کړي او په رسمي جریده کې به خپور شي.

غونډه به د زاید تالار ته د شیخ محمد بن راشد، ولیعهد او د واکمنانو د استازو له راتګ وروسته پیل شي چې پکې به د قران کریم د مبارکو آیتونو تلاوت وشي.

له دې وروسته، جلالتماب شیخ محمد به د ايف اين سۍ د 17 تقنیني څپرکي څلورمه عادي غونډه پرانیزي. د ايف اين سۍسپیکر، صقر غباش به خپله وینا وکړي، بیا به د متحده عربي اماراتو د ولسمشر فرمان چې د ايف اين سۍ د رابللو غوښتنه کوي، ولوستل شي.

ايف اين سۍبه بیا د 17 تقنیني څپرکي د څلورمې عادي غونډې لومړۍ غونډه جوړه کړي چې مشري به یې غباش کوي.

لومړۍ غونډه به د څارونکو په ټاکلو سره پیل شي، ورپسې به د بېلابېلو کمېټو په جوړولو کار وشي.

بیا به شورا د حکومت لخوا لاسلیک شوي نړیوال تړونونه او معاهدې، د حکومت لخوا صادر شوي او ترلاسه شوي مکتوبونه او د حکومت لخوا ترلاسه شوي قوانینو مسوده بیاکتنه کوي.

د پارلېماني څانګو عمومي اسمبلۍ به د شپاړسمې تقنيني څپرکي د څلورمې عادي غونډې خپله لومړۍ غونډه هم کوي چې په ترڅ کې به يې پارلېمان پارلېماني ډلې او د ملګرتيا کمېټۍ جوړوي.

 

TS-22-257-49222

ترجمه: ګوهر رحيم

Katia