سه شنبه 29 نومبر 2022 - 4:35:19 سحر

منصور بن زاید د ترکمنستان له ولسمشر سره وکتل

  • منصور بن زايد يلتقي رئيس تركمانستان
  • منصور بن زايد يلتقي رئيس تركمانستان
  • منصور بن زايد يلتقي رئيس تركمانستان
ویډیو انځور

ابوظبي، 21 نومبر، 2022 (وام) – جلالتماب شيخ منصور بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې وزیر، جلالتماب شيخ طيب بن محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي د اجرایوي شورا غړی په شتون کې نن د اماراتو په ماڼۍ کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل.

شیخ منصور د ترکمنستان جمهور رئیس او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې یې د متحده عربي اماراتو لېوالتیا څرګنده کړه، د ترکمنستان مشرتابه او خلکو ته یې د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله وکړه.

په دې کتنه کې شیخ منصور او ولسمشر بردي محمدوف د متحده عربي اماراتو او ترکمنستان د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې، څو د دوی د خلکو د لا سوکالۍ ډاډ ترلاسه شي. دوی دغه راز په یو لړ متقابلو مسایلو هم خبرې وکړې.

 

 

TS-22-255-71557

ترجمه: محمد سليمان

P.