دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 2:43:21 سحر

محمد بن راشد د اماراتو د ماشومانو په پارلمان کې له ګډونوالو سره وکتل


دوبۍ، 21 نومبر، 2022 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن راشد المکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن، د اماراتو د ماشومانو په پارلمان کې د 17 مې د څلورمې عادي غونډې په څنډه کې له ګډونوالو سره په ابوظبي کې د فدرالي ملي شورا (ايف اين سۍ) مقننه څپرکی وکتل.

جلالتماب شیخ محمد د اماراتو د ماشومانو د پارلمان په دریمه غونډه کې ګډونوال وهڅول چې نوي مهارتونه زده کړي چې په راتلونکي کې د دوی د بریا لپاره مهم دي. هغه دوی ته لارښوونه وکړه چې د خپلو مخالفینو نظرونو ته د درناوي پرمهال په مهارت سره بحث کول زده کړي. هغه وويل، علمي زده کړه د پياوړي شخصيت د جوړولو او د ملت د سيالۍ او وړتياوو د پياوړتيا لپاره کليدي ده.

د اماراتو د ماشومانو د پارلمان دریمه غونډه د ماشومانو د هوساینې په اړه په مختلفو موضوعاتو بحث وشو.

 

TS-22-254-25985

ترجمه: محمد سليمان

Maryam