دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 12:49:08 سحر

متحده عربي امارات د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د غونډې کوربه توب کوي


ابو ظهبي، 24 نومبر 2022 (وام) -- متحده عرب امارات د داعش د ثبات ډلې په وړاندې د نړیوال ایتلاف د غونډې کوربه و، د متحده عربي اماراتو، آلمان او متحده ایالاتو ګډ مشرتابه چې مشري یې د بهرنیو چارو او د نړیوالو پراختیایي چارو لپاره د نړیوالې همکارۍ د مرستیال وزیر سلطان محمد الشمسي په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه په ابوظبۍ کې د انورګرګاش ډیپلوماټیک اکاډمۍ (اې جۍ ډۍ اې) په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

په دې کتنه کې په سوریه او عراق کې د داعش له منګولو ازاد شویو سیمو کې د ثبات د ملاتړ په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې. د الحول او الجدا په کمپونو کې د مهاجرینو او بې ځایه شویو خلکو لپاره د مالي مرستې پراخول او په ټولنه کې د هغوی یوځای کول؛ د روغتیا، تعلیمي، او نورو بنسټیزو خدماتو چمتو کول لکه انرژي؛ د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ او د خوړو او اوبو خوندیتوب ته وده ورکول.

الشمسي په خپله پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې متحده عربي امارات هوډ لري چې د داعش له منګولو ازادو شویو سیمو کې د ثبات د ترلاسه کولو لپاره په نړیوالو هڅو کې خپل ګډون ته دوام ورکړي. هغه یادونه وکړه چې په راتلونکې کې، د داعش پر وړاندې نړیوال ایتلاف موخه دا ده چې په آزادو سیمو کې خپلو ټولنو ته د بې ځایه شویو او کډوالو بریالي راستنیدل یقیني کړي.

هغه دا هم وویل چې غونډې د نظریاتو د تبادلې، د لا زیاتو همکاریو د لټولو او د اوږدې مودې لپاره د داعش د ماتولو لپاره د ایتلاف د هڅو د پراخولو فرصت برابر کړ.

 

TS-22-255-52917

ترجمه: محمد سليمان

P.