دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 2:44:20 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

  • رئيس الدولة يستقبل وزير القوات المسلحة الفرنسي
  • رئيس الدولة يستقبل وزير القوات المسلحة الفرنسي
  • رئيس الدولة يستقبل وزير القوات المسلحة الفرنسي
  • رئيس الدولة يستقبل وزير القوات المسلحة الفرنسي

ابوظبي، 24 نومبر 2022 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د فرانسې د دفاع وزیر سبستین لیکورنو سره په ابوظبي کې په قصر الشاطي ماڼۍ کې وکتل.

د ملاقات په مهال، جلالتمآب شیخ محمد او د فرانسې وزیر د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مخ پر ودې دفاعي همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې چې د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ په پیاوړتیا کې یې مرسته کړې ده. دواړو خواوو د علاقې وړ يو شمېر موضوعاتو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.

په دې غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان هم ګډون درلود. جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې وزیر؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړي چارو سلاکار؛ او محمد بن احمد البواردي، د دفاع په چارو کې د دولت وزیر؛ د فرانسې له وزیر سره په دې سفر کې د اجراییه ریاست د چارو ادارې رئیس خلیفه المبارک، د اجراییه شورا غړي او یو شمېر چارواکي او ورسره پلاوي هم ملتیا کوله.

 

TS-22-255-46525

ترجمه: محمد سليمان

P./ Katia