دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 2:05:13 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د اردن پاچا پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

ویډیو انځور

ابوظبي، 25 نومبر 2022 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د اردن پاچا عبدالله دوهم بن الحسین نن د دواړو هیوادونو ترمنځ د قوي اړیکو او د همکارۍ د لا پراخولو په لارو چارو خبرې اترې وکړې.

جمهور رئیس جلالتمآب شیخ محمد د ابوظبۍ په الشاطي ماڼۍ کې د اردن پاچا ته ښه راغلاست ووایه او د اردن پاچا او د اردن خلکو ته یې د نیکو هیلو پیغام ورکړ. دواړو مشرانو د ملګرتیا موجوده ساحو بیا کتنه وکړه او د اړیکو د لا پراختیا لپاره یې فرصتونه وڅیړل، په ځانګړې توګه د پراختیا او اقتصاد په برخو کې.

په دې غونډه کې د الظفره سیمې د حاکم استازی جلالتمآب شیخ حمدان بن زاید آل نهیان، جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر؛ جلالتمآب شیخ خالد بن محمد بن زاید، د ابوظبي اجرایوي شورا غړی او د ابوظبي اجرایوي دفتر رییس؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار او د ابوظبي د احتساب ادارې رییس حمید عبید خلیفه عبید ابو شاباس هم حضور درلود.

له جلالتمآب سره د اردن په پلاوي کې د اردن لومړی وزیر ډاکټر بشر خصونح او د جلالتمآب د دفتر رییس ډاکټر جعفر حسن هم شامل وو.

پاچا عبدالله دوهم د متحده عربي اماراتو څخه ووت او د ولسمشر شیخ محمد لخوا لیدنه وشوه.

 

TS-22-255-20104

ترجمه: محمد سليمان

Katia / P.