Mon 28-11-2022 14:33 PM
قاهره، 27 نومبر ، 2022 (وام) -- د مصر د تیلو وزیر طارق ال مولا په وینا، په 2022 کې به د مایع طبیعي ګاز (ايل اين جۍ) صادرات اته ملیون ټنو ته ورسیږي، چې د 2021 په پرتله 14 سلنه ډیر دی.
په مطبوعاتي بیانونو کې، ال مولا وویل چې د مصر د ايل اين جۍصادراتو 90 سلنه به د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته ټاکل کیږي. د مصر وزیر وویل: "موږ باید په لنډ مهال کې د مصر د کورني بازار مخ په زیاتیدونکي اړتیاو او په اوږد مهال کې د ګاونډیو ختیځ مدیترانې هیوادونو څخه د اکمالاتو زیاتوالی په پام کې ونیسو.
ال مولا زیاته کړه چې شرکتونه به د خپلو فعالیتونو د ګړندي کولو پرمهال د څیړنې ، اکتشاف او تولید عملیاتو څخه د اخراج کمولو باندې تمرکز وکړي ، کوم چې به مصر ته سیالي بریا ورکړي.
TS-22-256-26054
ترجمه: محمد سليمان