سه شنبه 15 جون 2021 - 10:49:46 سحر

د فدرالي حکومت کارمندان به د می په 16 دفترونو ته ستانه شي


دوبۍ ، 10 می ، 2021 (وام)-- د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې د مرکزي حکومت کارمندانو ته د اوسیدو ټول معافیتونه ، له کوره د کار کولو اجازه په شمول ، د کوویډ-19 وبا د اضطراري شرایطو له امله ، د یکشنبه ، 16 می 2021څخه نافذ شوي .د دوشنبې په ورځ خپور شوی سرکول ښځینه کارمندانو ته معافیت ورکوي چې ماشومان یې د روان ښوونځي کال تر پای پورې د لیرې زده کړې لپاره نوم لیکنه کوي.د حکومت د بشري سرچینو فدرالي ادارې ، د کابینې د چارو وزارت د عمومي سکرتریت او د روغتیا او مخنیوي وزارت سره په همغږۍ کې د فدرالي حکومتي ارګانونو کې د رسمي کار په اړه سر لیک خپور کړ.دې ادارې دا اعالن هم کړی چې غیر واکسین شوي کارمندان به د کارمند په خپل لګښت د هرې اونۍ لپاره د پۍ سۍ آر لازمي ازموینې اخیستل اړین وي.غیر منظم دولتي کارمندان به تمه کیږي چې پخپله ازموینې ورکړي پداسې حال کې چې دوی طبي راپور وړاندې نه کړي نو د ناروغۍ یا روغتیایی حالت له امله د واکسین اخیستو څخه معاف نه وي.سرکلر په ټولو فدرالي حکومتي ادارو غږ وکړ چې د خوندیتوب ټولو تدبیرونو ته غاړه کیږدي او د اضطراري شرایطو پرمهال د دفتر او کاري ساحې چاپیریال لپاره لارښودونه ږ د ایف ای ایچ آر لخوا صادر شوي ، او د حرفوي روغتیا او خوندیتوب پورې اړوند هرډول لارښوونې تعقیب کړي ، چې په ټولنیز واټن باندې ټینګار کوي.

ترجمه: محمد سلیمان http://www.wam.ae/en/details/1395302933940

WAM/Pashto