یک شنبه 13 جون 2021 - 3:38:00 غرمه

د اماراتو - سعودي هستوګنې شورا څلورمه ناسته کوي


دوبۍ ، 22 می، ، 2021 (وام)-- د سعودي - اماراتي هستوګنې شورا ، چې د سعودي - اماراتي همغږي شورا یوه نوښت دی ، خپله څلورمه ناسته په دوبۍ کې وکړه.په مجازی ناسته کې شهزاده سعود بن طلال بن بدر ، د ښاروالۍ او کلیوالي چارو وزارت د سکرتریت او د کورونو سبسایډونو لپاره کور جوړونې وزارت کې د نړیوالې همکارۍ څانګې عمومي سوپروایزر سعودي مشر و.شهزاده طلال ټینګار وکړ چې د شورا ناسته د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پراخول دي.د شیخ زاید هستوګنې برنامې عمومي ریاست جمیله ال فيندۍ د انرژۍ او زیربنا وزیر سهيل بن محمد المزوري ته ښه راغلاست ووایه او د سعودي عربستان سره د متحده عربي اماراتو د ګډو دوه اړخیزو اړیکو د دوام غوښتونکي شو.د سعودي - اماراتي هستوګنې شورا په استازیتوب ، هغې د هستوګنې وزارت معین او د شورا پخواني رییس عبدالبدیع بیدر د شورا د رییس په مهال د پام وړ لاسته راوړنو له امله مننه وکړه.برخه اخیستونکو راتلونکي پروژې هم وڅیړلې او د دواړو هیوادونو لخوا منل شوي چلند او میکانیزم په اړه د نظرونو تبادله وشوه.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302936652

WAM/Pashto