یک شنبه 13 جون 2021 - 6:57:04 سحر

د مدني ټولنې بنسټونه د بشري حقونو د ملي پلان په چمتو کولو کې مهم رول لوبوي: ګارګش


ابوظهبي ، 10 جون ، 2021 (وام)-- د ملي بشري حقونو کمیټې رییس ډاکټر انور بن محمد ګارګش ، د هیواد د مدني ټولنو له بیلابیلو استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د بشری حقونو ملی پلان د چمتووالي پرمختګ ارزولو لپاره ولیدل.د غونډې په جریان کې ، هغه د پلان په چمتو کولو کې د دې نهادونو مهم رول په ګوته کړ ، ځکه چې دا د کمیټې لخوا په مشورتي پروسه کې مهم شریکان دي.سربیره پردې ، د ګډونوالو لخوا وړاندیز شوي یو شمیر نظریات او وړاندیزونه تر بحث لاندې ونیول شول ، چې ملي کمیټه به د بشري حقونو د ملي پلان په مسوده کې په پام کې ونیسي.له دې دمخه ، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د مدني ټولنې له بنسټونو سره د بشري حقونو د ملي پلان د چمتووالي په اړه یو لړ مشورتي ناستې ترسره کړې.د اين ايچ آر سۍ موخه دا ده چې د دې سازمانونو سره په دوامداره توګه ملاقات وکړي پداسې حال کې چې د کمیټې لخوا ټاکل شوي مهال ویش سره سم پلان چمتو کوي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302942414

WAM/Pashto