پنجشنبه 02 دسمبر 2021 - 2:42:25 غرمه

ښاریانو ته د ښه ژوند برابرول د متحده عربي اماراتو مشرتابه لومړیتوب دی: حمدان بن زاید


میرفا ، 21 اکتوبر ، 2021 (وام)-- په الظفرا سیمه کې د واکمن استازي جلالتمآب شیخ حمدان بن زاید ال نهیان وویل چې د الظفرا سیمې پرمختللي پرمختیایی پلانونه او پروژې د ولسمشر جلالتمآب شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان لارښوونو ، د جلالتمآب شیخ محمد بن زاید ال نهیان د ابوظهبي ولیعهد شهزاده او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مرستیال په ملاتړ سره سره سم دي .هغه زیاته کړه د اتباعو چارو څارنه او هغوی ته د ښه ژوند چمتو کول د متحده عربي اماراتو مشرتابه لومړیتوبونه دي.هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د متحده عربي اماراتو یو شمیر اتباع په محمد الفلاحي یاسي شورا کې ترلاسه کړل چیرې چې هغه د کوويډ-19 ضد اقداماتو په آرامولو خوښي څرګنده کړه.هغه زیاته کړه: "موږ د الله تعالی څخه مننه کوو چې زموږ سره یې د کوويډ-19 وبا په کابو کولو کې مرسته وکړه ، که څه هم دا ګران و ، مګر د متحده عربي اماراتو او خلکو څخه ډیر قیمتي بل هیڅ نشته.شیخ حمدان د متحده عربي اماراتو اتباعو سره خبرو اترو ته دوام ورکولو کې خپله لیوالتیا څرګنده کړه ، او یادونه یې وکړه چې هغه تل د کوويډ-19 وبا پرمهال د الظفرا سیمې له اتباعو سره په تماس کې و ، ترڅو د دوی نظریاتو ته غوږ ونیسي او د ټولنې خدماتو ته وده ورکړي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302983699

WAM/Pashto