دوشنبه 29 می 2023 - 7:56:15 غرمه

متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان سره په پیوستون کې له لبنان څخه د ډیپلوماټانو د ایستلو اعلان وکړ


ابو ظهبي، 30 اکتوبر، 2021 (وام)-- متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان له خورينې سلطنت سره د پیوستون لپاره له لبنان څخه د خپلو ډیپلوماټانو د ایستلو اعلان وکړ.د دولت وزیر، خلیفه شاهین المرار وویل، د ډیپلوماتانو د ایستلو پریکړه د سعودي عربستان په وړاندې د ځینو لبناني چارواکو د نه منلو وړ چلند په رڼا کې له سلطنت سره د متحده عربي اماراتو پیوستون تاییدوي.المرار په اوسنۍ دوره کې بیروت ته د دغه هیواد د ماموریت په چوکاټ کې د قونسلګرۍ برخې او ویزې مرکز کې د کار دوام ته اشاره وکړه.متحده عربي اماراتو هم پریکړه کړې چې لبنان ته د خپلو اتباعو د سفر مخه ونیسي.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302986800

WAM/Pashto