پنجشنبه 09 دسمبر 2021 - 5:18:18 سحر

ایکسپو 2020 دوبۍ: د پاکستان پنجاب د پانګونې د ودې لپاره دوه نوي نوښتونه پیل کړل


دوبۍ، 24 نومبر 2021 (وام)-- د دوبۍ ایکسپو 2020 کې د ګډون د یوې برخې په توګه، د پاکستان د پنجاب حکومت په متحده اماراتو کې دوه نوي نوښتونه پیل کړي ترڅو پانګونې ته وده ورکړي او اسانتیاوې برابرې کړي او د سټارټ اپ وده وکړي.لومړی نوښت د پانګې اچونې پورټل دی، چې په پاکستان او بهر کې د پانګوالو او سوداګرو خلکو سره د مرستې لپاره د آنلاین سرچینو مرکز دی. دا د پاکستان پویلین کې د سټارټ اپ موټ او د پروژې نندارتونونو سره موازي پیل کیږي.دوهم نوښت د متحده عربي اماراتو د مرستې میز دی، د دفتر ځای چې په اماراتو کې د پنجاب حکومت لخوا رامینځته کیږي چې هدف یې د متحده اماراتو د سوداګرۍ ټولنې څخه پنجاب ته د پانګونې راجلب کول دي.دا اعلان د پنجاب صوبې د صنعت، تجارت، سرمايه كارۍ او د مهارتونو د ودې څانګې وزير ميا محمد اسلم اقبال په دوبۍ كښې د يو دستورې په مهال وكړو۔ په دې موقع په متحده عرب اماراتو کښې د پاکستان سفیر افضال محمود هم موجود وو.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395302996211

WAM/Pashto