یک شنبه 28 نومبر 2021 - 10:15:30 سحر

احمد الجروان د پاریس د سولې د فورم مشر وټاکل شو


پاریس، 25 نومبر، 2021 (وام)-- د پاریس د سولې فورم عمومي غونډې په فرانسه کيد خپل بورډ د غړو او د رسنیو د شخصیتونو، پوهانو، سیاسي او ټولنیزو مشرانو په ګډون سره احمد بن محمد الجروان د خپل مشر په توګه وټاکه. الجروان نن په پاریس کې د یوې غونډې په ترڅ کې د رایو په اتفاق وټاکل شو.د غونډې ګډونوالو وویل، د الجروان ټاکنه د فورم لپاره یوه اضافه ده، د هغه راټول شوي تخصص او د زغم او همغږي د ارزښتونو د ودې لپاره د پام وړ هڅو په پام کې نیولو سره، نړیواله ټولنه د نړۍ د سولې او امنیت په وړاندې خنډونو ته د رسیدو لپاره نوي لید ته اړتیا لري.د 2017 کال د اکتوبر په میاشت کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د خپل تاسیس راهیسې، فورم د اړوندو نړیوالو کنفرانسونو او سیمینارونو په جوړولو سره د سولې او زغم د ودې او د افراطیت سره د مبارزې لپاره یو مهم نړیوال پلیټ فارم دی.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395302996730

WAM/Pashto