چهارشنبه 26 جنوري 2022 - 9:55:30 غرمه

په تیرو 24 ساعتونو کې د کوويډ-19 واکسین 13,432 خوراکونه ورکړل شوي: د روغتیا وزارت


ابوظهبي، 14 جنوري 2022 (وام)-- د روغتیا او مخنیوي وزارت اعلان وکړ چې په تیرو 24 ساعتونو کې د کوويډ-19 واکسین 13,432 خوراکونه ورکړل شوي. تر نن ورځې پورې د چمتو شوي خوراکونو ټولیز شمیر 23,010,966 دی چې په هرو 100 خلکو کې د 232.66 خوراکونو واکسین ویشل کیږي.دا د وزارت د پلان سره سم دی چې د ټولنې ټولو غړو ته د کوويډ-19 واکسین چمتو کوي او د واکسین کولو په پایله کې ترلاسه شوي معافیت ته د رسیدو هڅې کوي چې دا به د قضیو شمیر کمولو او د کوویډ 19 ویروس کنټرول کې مرسته وکړي.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303011082

WAM/Pashto