یک شنبه 22 می 2022 - 7:02:49 غرمه

د متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین سرمشریزه د سیمه ایزو مسلو په اړه بحث کوي

  • قمة في أبوظبي تجمع قادة الإمارات و البحرين و مصر لبحث التعاون المشترك و قضايا المنطقة
  • قمة في أبوظبي تجمع قادة الإمارات و البحرين و مصر لبحث التعاون المشترك و قضايا المنطقة
  • قمة في أبوظبي تجمع قادة الإمارات و البحرين و مصر لبحث التعاون المشترك و قضايا المنطقة
  • 20220126hk-dsc_7051 (medium)
  • قمة في أبوظبي تجمع قادة الإمارات و البحرين و مصر لبحث التعاون المشترك و قضايا المنطقة
  • 20220126hk-dsc_7043 (medium)

ابوظبي، 26 جنوري، 2022 (وام) -- نن ورځ په ابوظبي کې یوه سرمشریزه جوړه شوه چې د ابوظبي ولیعهد جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال، د بحرین پاچا جلالتمآب حمد بن عیسی ال خلیفه او د مصر د عربي جمهوریت ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یوځای شول. درې واړه مشرانو د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو او د عربي سیمې په وړاندې د ګډو ننګونو سربیره د ګډو اندیښنو مسلو په اړه د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړې کولو پر امکاناتو خبرې وکړې.د سرمشریزې په جریان کې چې د ابوظبۍ په قصر الوطن کې ترسره شوه، درې واړو مشرانو د متحده عربي اماراتو په ملکي ځایونو او تاسیساتو باندې د تروریستي حوثي ملیشو لخوا ترسره شوي تروریستي بریدونو او د متحده عربي اماراتو پر لور د حوثیانو د دوه بالستیک توغندیو د ویشتلو په اړه خبرې وکړې. دوی ټینګار وکړ چې د ترهګرو ملیشو د بریدونو دوام د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته جدي ګواښ دی او له ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو څخه سرغړونه ده.دوی پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغو ملیشو او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د خپلو ملاتړو ترڅنګ متحد او ټینګ دریځ غوره کړي.د بحرین پاچا او د مصر ولسمشر له متحده عربي اماراتو سره د خپلو هېوادونو پیوستون او د ټولو هغو ګامونو ملاتړ وکړ چې امارات یې د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره کوي.درې واړو مشرانو د ګډو اندیښنو د مختلفو مسلو په اړه د همغږۍ او سلا مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې مسلو په اړه یې د ګډې تګلارې د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ترجمه: ګوهر رحيم https://wam.ae/en/details/1395303015169

WAM/Pashto