یک شنبه 22 می 2022 - 7:01:08 غرمه

په تیرو 24 ساعتونو کې د کوويډ-19 واکسین 39,307 خوراکونه ورکړل شوي: د روغتیا وزارت


ابو ظهبي، 26 جنوري، 2022 (وام)-- د روغتیا او مخنیوي وزارت (موهاپ) اعلان وکړ چې په تیرو 24 ساعتونو کې د کوويډ-19 واکسین 39,307 خوراکونه ورکړل شوي. تر نن ورځې پورې د چمتو شوي خوراکونو ټولیز شمیر 23,405,912 دی چې په هرو 100 خلکو کې د 236.65 خوراکونو واکسین ویش سره.دا د وزارت د پلان سره سم دی چې د ټولنې ټولو غړو ته د کوويډ-19 واکسین چمتو کوي او د واکسین کولو په پایله کې ترلاسه شوي معافیت ته د رسیدو هڅې کوي چې دا به د پیښو شمیر کمولو او د ویروس خپریدو کنټرول کې مرسته وکړي.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303015102

WAM/Pashto