یک شنبه 22 می 2022 - 6:47:13 غرمه

د سلواکیا ولسمشر، محمد بن زاید د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې

  • محمد بن زايد يبحث مع رئيسة سلوفاكيا العلاقات الثنائية والقضايا محل الاهتمام المشترك
  • محمد بن زايد يبحث مع رئيسة سلوفاكيا العلاقات الثنائية والقضايا محل الاهتمام المشترك
  • محمد بن زايد يبحث مع رئيسة سلوفاكيا العلاقات الثنائية والقضايا محل الاهتمام المشترك
  • محمد بن زايد يبحث مع رئيسة سلوفاكيا العلاقات الثنائية والقضايا محل الاهتمام المشترك

ابوظبي، 27 جنوري، 2022 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال، او د سلواکیا ولسمشر زوزانا چاپوتووا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په ټولو برخو کې د ودې لارې په اړه خبرې وکړې.دوی دغه راز پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې. دوی دغه خبرې نن په الشاطي ماڼۍ کې د دوی د غونډې په ترڅ کې وکړې.د غونډې په پیل کې جلالتمآب شیخ محمد بن زاید چاپوتووا ته ښه راغلاست ووایه او هغې ته یې د جلالتمآب شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان سلامونه او د سلواکیا د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله وکړه.په دې کتنه کې په متحده عربي اماراتو کې پر ملکي تاسیساتو د حوثي یاغیانو د وروستیو بریدونو په رڼا کې، چې سیمه ییز او نړیوال امنیت ګواښي، وروستي پرمختګونه په ګوته کړل.په دې برخه کې، چاپوتووا د حوثیانو بریدونه او د تروریزم ټول ډولونه او د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښونه وغندل.غونډې د دوبۍ ایکسپو 2020 کې د سلواکیا ګډون هم په ګوته کړ او د هیوادونو، کلتورونو او ټولنو ترمنځ د همکارۍ د ودې لپاره یې د غونډې اهمیت روښانه کړ، ترڅو د هرچا لپاره ښه راتلونکی تضمین کړي. چاپوتووا د متحده عربي اماراتو په سفر خوښي څرګنده کړه او د جلالتمآب شیخ محمد بن زاید د تود هرکلي له امله یې مننه وکړه او د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپله لیوالتیا څرګنده کړه.په دې کتنه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ځانګړي سلاکار جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان او جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان هم حضور درلود.

ترجمه: ګوهر رحيم https://wam.ae/en/details/1395303015650

WAM/Pashto