دوشنبه 27 جون 2022 - 3:58:14 غرمه

ايف اين سۍ، د اروپا پارلمان د همکارۍ په اړه بحث وکړ

  • "الوطني الاتحادي" يبحث مع وفد من البرلمان الأوروبي تعزيز علاقات التعاون البرلمانية
  • "الوطني الاتحادي" يبحث مع وفد من البرلمان الأوروبي تعزيز علاقات التعاون البرلمانية
ویډیو انځور

ابو ظهبي، 24 می 2022 (وام)-- د فدرالي ملي شورا (FNC ايف اين سۍ ) مشر، صقر غوباش ، د اروپا د پارلمان د عربي ټاپووزمې (DARP ډۍ اې آر پۍ) سره د اړیکو د پلاوي مشرې حنا نیومن سره وکتل، چې اوس مهال ده د اماراتو په سفر دې. په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو په تېره بيا په پارلماني، سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د متحده عربي اماراتو او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه بحث او خبرې وکړې.غوباش د DARP پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ټینګار یې وکړ چې د دې سفر به د دوه اړخیزو اندیښنو په اړه همغږي او مشورې وهڅوي او د اقتصادي تنوع، پایښت، د اقلیم بدلون، د ښځو او ځوانانو پیاوړتیا او بشري کارونو په برخو کې د متحده عربي اماراتو لاسته راوړنې وڅیړي.غوباش د اروپايي اتحادیې او د خلیج د همکارۍ شورا ( جۍ سۍ سۍGCC) د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د دوی د ګډې اعلامیې ستاینه وکړه، وویل، "دا سفر د مرحوم شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان له مړینې څو ورځې وروسته کیږي، چې د هیواد سیاسي ځواکمنتیا یې د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رهبري کوله."غوباش زیاته کړه، په داسې وخت کې چې ځینې هېوادونه د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په لټه کې دي، متحده عربي امارات د امنیت، سولې او ثبات د ساتلو او د زغم او هماهنګۍ د ارزښتونو د ودې لپاره لېواله دی. د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د ابراهیمي تړون د لاسلیک موخه په سیمه کې د ثبات زیاتول او پرمختګ ته رسیدل دي.هغه ټینګار وکړ چې متحده عربي امارات د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي او په یمن کې د سیاسي جوړجاړي ډاډ ورکوي، هغه زیاته کړه چې د اوکراین د کړکیچ په اړه د هیواد دریځ ملکي خلکو ته د بشري مرستو په رسولو تمرکز کوي.نیومن د متحده عربي اماراتو مشرتابه، حکومت او خلکو ته د مرحوم شیخ خلیفه بن زاید د مړینې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته یې مبارکي وویله او یادونه یې وکړه چې هغه د متحده اماراتو زغم، سولې او ثبات په اړه ورته نظر لري.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303050512

WAM/Pashto