دوشنبه 27 جون 2022 - 10:25:20 سحر

متحده عربي امارات د نړیوالې سولې او ثبات د ودې لپاره لیواله دي: نهیان بن مبارک


ابوظهبي، 24 می، 2022 (وام)-- شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان، د زغم او هماهنګۍ وزیر، نن د عربي ټاپو وزمې ( ډۍ اې آر پۍDARP) سره د اړیکو لپاره د اروپا د پارلمان د پلاوي مشرې حنا نیومن سره وکتل، چې دا مهال د دې هیواد څخه لیدنه کوي.شیخ نهیان د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو او د اروپايي اتحادیې ( اۍ يوEU) غړو هیوادونو ترمنځ د ژورو ریښو اړیکو ستاینه وکړه.په دې کتنه کې دواړو لورو د متحده عربي اماراتو او اروپايي ټولنې هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو همکاریو د زیاتولو په لارو چارو په تېره بیا د زغم، سولې، ګډ ژوند او بشري ورورولۍ په برخو کې خبرې وکړې.شیخ نهیان بیا د نړیوالې سولې او ثبات د ودې لپاره د متحده عربي اماراتو لیوالتیا روښانه کړه، د اروپایي اتحادیې او د خلیج د همکارۍ شورا (جۍ سۍ سۍ) لخوا د دوی د اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د ګډ بیان ستاینه وکړه.نیومن او ورسره پلاوي د مرحوم شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان ته یې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.د اروپايي پارلمان پلاوي د بشري ورورولۍ، هماهنګۍ او پيوستون د اصولو د ودې لپاره د متحده عربي اماراتو د هڅو ستاينه وکړه، چې په پايله کې يې ګڼو هېوادونو د بشري ورورولۍ سند په خپلو تعليمي نصابونو کې د ملي سند په توګه منلی دی.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395303050644

WAM/Pashto