Tue 02-08-2022 14:11 PM
ابو ظهبي، 2 اګست ، 2022 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ته د شهزادګۍ مائی بنت بندر بن محمد بن عبدالرحمن آل سعود د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام لیږلی او خپله ژوره خواخوږي یې څرګنده کړې ده. جلالتمآب شیخ محمد بن راشد المکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن هم د دواړو سپیڅلو جوماتونو سرپرست ته د خواخوږۍ څرګندولو ورته پیغام واستاوه.
ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303071265