Mon 23-01-2023 08:36 AM
ابو ظهبي، 19 جنوري، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان په قصر الشاطي ماڼۍ کې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر فیلیکس تسیسکیدي چې متحده عربي اماراتو ته په کاري سفر تللی، وکتل.
د دې ناستې په ترڅ کې، جلالتمآب شیخ محمد د متحده عربي اماراتو ولسمشر فیلیکس تسیسیکیدي ته چې د ابوظبۍ د پایښت اونۍ کې د خپل سفر د یوې برخې په توګه ګډون کوي ښه راغلاست ووایه، او د هغه سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او په مختلفو برخو کې د دوی د پراختیا فرصتونه وڅیړل، هغه او د هغه هیواد ته یې پرمختګ او سوکالي هیله وکړه.
دواړو خواوو د هغو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې سربیره چې د خپلو دوستانه خلکو په ګټه خدمت کوي، د اقتصادي او پرمختیایي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د متقابل لیوالتیا ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهوري رياست د عدليې وزارت د خاصو چارو سلاکار جلالتمآب شيخ محمد بن حمد بن طحنون النهيان ؛ د ملي امنیت د عالي شورا سرمنشي علي محمد الشمسي؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش؛ شیخ شخبوت بن نهیان بن مبارک آل نهیان، د دولت وزیر؛ او حزا محمد القحطاني، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د متحده عربي اماراتو غیر استوګن سفیر هم ګډون درلود.
https://wam.ae/en/details/1395303120809
ترجمه: ګوهر رحيم