چهارشنبه 01 فروري 2023 - 7:00:20 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د اوکراین له ولسمشر څخه تلیفون ترلاسه کړ


ابوظهبي، 19 جنوري، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د اوکراین د جمهوریت له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تلیفوني اړیکه ونیوله او په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او د هغوی پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د اوکراین په کړکیچ کې د وروستیو پرمختګونو او د یو لړ متقابلو اندیښنو په اړه هم خبرې وکړې.

جلالتمآب شیخ محمد بن زاید د اوکراین کړکیچ ته د سیاسي حل لارې موندلو لپاره د اړیکو او خبرو اترو د دوام اهمیت په ګوته کړ، د هغې د بشري او اقتصادي پایلو په رڼا کې چې ټوله نړۍ یې اغیزمنه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر همدارنګه د متحده عربي اماراتو بشردوستانه چلند چې د نړۍ ټولو خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې شامل دی ټینګار وکړ، د متحده عربي اماراتو د ټولو نوښتونو او هڅو په ملاتړ ټینګار وکړ چې هدف یې سیاسي حل ته د رسیدو لپاره دی چې کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي او امنیت، ثبات او سوله بیا رغونه وکړي.

جلالتمآب شیخ محمد هم د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر ډینس موناستیرسکي او یو شمیر چارواکو او ملکي وګړو په مړینه چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې وژل شوي دي، ولسمشر زیلینسکي ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د اوکراین ولسمشر په خپله برخه کې له جلالتمآب شیخ محمد بن زاید څخه د بشردوستانه مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه چې متحده عربي اماراتو د اوکراین خلکو ته دوام ورکوي او د سولې په ټینګښت کې د هغه د فعال رول له امله.

https://wam.ae/en/details/1395303120838

ترجمه: محمد سليمان