سه شنبه 31 جنوري 2023 - 7:28:32 سحر

د پاکستان سفیر د راس الخیمه چیمبر سره د سرمایه کارۍ په فرصتونو خبرې وکړې


راس الخیمه، 20 جنوري، 2023 (وام) -- په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي د محمد علي مصعب النعيمي د راس الخیمه د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سره په لیدنه کې د انرژۍ، میلمه پالنې، سیاحت، معلوماتي ټکنالوژۍ او تولیدي برخو کې د پاکستان لخوا وړاندیز شوي پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

سفیر ترمذي د متحده عربي اماراتو په اقتصادي پرمختګ کې د راس الخیمه چیمبر د رول ستاینه وکړه. هغه د چیمبر غړو ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي او په پاکستان کې پراخ اقتصادي فرصتونه وپلټي.

دوی له پاکستان سره د تعلیم، لوبو، کلتور او معمارۍ په برخه کې د همکارۍ هیله څرګنده کړه.

په ابوظهبي کې د پاکستان سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پریکړه وشوه چې د سوداګریزو هیئتونو دوه اړخیزه تبادله پیل شي او په سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

https://wam.ae/en/details/1395303121041

ترجمه: محمد سليمان