چهارشنبه 01 فروري 2023 - 7:23:41 سحر

د زغم او سولې نړیوالې شورا په سویډن کې د افراطیانو له خوا د قران کریم سوځول وغندل


ابوظهبي، 22 جنوري، 2023 (وام) - د زغم او سولې نړیوالې شورا په سویډن کې د یوه افراطي لخوا د قران کریم سوځول په کلکه غندلي دي.

احمد بن محمد الجروان، د زغم او سولې لپاره د نړیوالې شورا رییس، د شورا لخوا د دې جنایتکارانه چلند په غندلو ټینګار وکړ، کوم چې د بشري اصولو خلاف دی او د نژاد پرستۍ ترټولو ناوړه بڼه ده.

هغه زیاته کړه، دا ډول کړنې به د سولې او ګډ ژوند د هڅولو هڅې زیانمنې کړي او یوازې د ترهګرۍ او افراطیت د تغذیې لپاره کار کوي.

https://wam.ae/en/details/1395303121274

ترجمه: محمد سليمان