پنجشنبه 02 فروري 2023 - 2:52:01 سحر

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له ولسمشر سره وکتل

  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
  • رئيس الدولة يستقبل رئيس الكونغو
ویډیو انځور

ابوظبي، 24 جنوري، 2023 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د قصر البحر مجلس کې، د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت ولسمشر فیلیکس تسسیکیدي، چې متحده عربي اماراتو ته په کاري سفر تللی، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاريو په بيلابيلو اړخونو خبرې وکړې او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو د تامينولو لپاره يې د زياتو فرصتونو په باب خبرې وکړې.

په دې مجلس کې د الظفره سیمې د واکمن استازی جلالتمآب شیخ حمدان بن زاید آل نهیان، جلالتمآب شیخ طنون بن محمد آل نهیان، په العین سیمه کې د ابوظبي د واکمن استازی؛ جلالتمآب شیخ نهیان بن زاید آل نهیان، د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر؛ جلالتمآب شیخ حامد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي د اجرایوي شورا غړی؛ جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر؛ جلالتمآب شیخ خالد بن زاید آل نهیان، د خلکو د هوډ لپاره د زاید د عالي سازمان د بورډ رییس (زيډ ايچ او)؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار جلالتمآب ډاکټر شیخ سلطان بن خلیفه ال نهیان؛ جلالتمآب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي اجرایوي شورا غړی او د ابوظبي اجرایوي دفتر رییس؛ جلالتمآب شیخ طیب بن محمد بن زاید آل نهیان، د ابوظبي د اجرایوي شورا غړی؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ زاید بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ شخبوت بن نهیان آل نهیان، د دولت وزیر؛ او یو شمیر شیخان، چارواکي او ښاریان هم ګډون درلود.

 

https://wam.ae/en/details/1395303122017

 

ترجمه: ګوهر رحيم

阿联酋通讯社/编辑 方海山