Tue 24-01-2023 14:39 PM
ابوظهبي، 24 جنوري، 2023 (وام) -- متحده عربي اماراتو د هالنډ په هاګ کې د یوه افراطي لخوا د قران کریم د نسخې سوځول په کلکه غندلي دي.
په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت (ايم او ايف اې ايي سۍ) د متحده عربي اماراتو د ټولو هغو کړنو د دایمي ردولو تایید کړی چې هدف یې د انساني او اخلاقي ارزښتونو او اصولو په سرغړونې کې د امنیت بې ثباته کول دي.
وزارت په داسې حال کې چې نړۍ باید د زغم او هماهنګۍ د ارزښتونو د خپرولو او د کرکې او افراطیت د ردولو لپاره په ګډه کار وکړي، دیني سمبولونو ته په درناوي او د پارونې او قطبي کېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
https://wam.ae/en/details/1395303122022
ترجمه: ګوهر رحيم